ابراهيم زاده: عليپور ښه کړي او دا يې حق وو  چې د حکومت چورلکه يې رانسکوره کړه 

روهي (جمعه/۲۰ دوري)، د سيد عباس ابراهيم زاده په نوم د نوي افغانستان د اسلامي يووالي ګوند يا حزب وحدت اسلامي افغانستان نوين مشر وايي چې دا دې عليپور حق وو، چې د افغانستان د پوځ چورلکه رانسکوره کړي. 

نوموړي د آينه په نوم له يو خصوصي تلويزيون سره په مرکې کې ويلي دي چې عليپور د هزاره ګانو مدافع دی او کله چې له پاسه پرې بمونه غورځول کيږي نو له لاندې څوګ د ګلونو ځواب نه شي ورکولی او  څرګنده ده چې ځواب به راکټ وي. 

دغه هزاره سياسي څېرې ويلي دي چې که چېرې حکومت عليپور ونېسي بيا بايد د طالبانو په څېر چلند ور سره وکړي؛ يانې په غاړه کې يې ګلونه واچوي او بېرته يې خوشی کړي. 

ابراهيم زاده خبرداری ورکړی دی چې هزاره ګان اوس مهال هغه د امير عبدالرحمن خان د وخت هزاره ګان نه دي چې څوګ يې نسل وژنه وکړي. د ده په وينا چې د هزاره پر وړاندې بد چلند به د جګړو لامل شي.