پاکستان کې به ورک شوي او غلا شوي ګرځنده موبايلونه پر خپسلري يا اتومات ډول بلاک شي

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د وري)، د پاکستان د مخابراتو ادارې ويلي دي چې داسې يو خپلسری يا اتومات سېسټم يې په لار اچولی دی چې په پايله کې به يې ورک شوي او غلا شوي موبايلونه بلاک کيږي. 

دغه ادارې ويلي دي چې د ورک شوي او غلا شوي موبايلونو خاوندان دې دوی ته يو غوښتنليک ولېږي او د بهير له وهلو وروسته به دغه اداره د دوی موبايلونه د ۲۴ ساعتونو دننه بند کړي. 

د پاکستان د مخابراتو وزارت ويلي دي چې ورک شوي او غلا شوي موبايلونو کې د IMEI سېسټم بندول به له يوې خوا له موبايلونو ناوړه ګټه اخېستنه بند کړي او له بلې خوا به د جنايي پېښو ګراف را کم کړي. 

د افغانستان مخابراتو وزارت هم د ورته يوې طرحې ويلي وو، خو تر اوسه يې په پلي کېدو بريالی شوي نه دي. د اترا ادارې د مسوولينو په وينا په ډېرو موبايلونو کې د يو IMEI شتون د دوی د کار پر وړاندې يو خنډ دی.