جيونيوز: بايډين: وخت ته اړتيا لرم چې د افغانستان په اړه پرېکړه وکړم 

روهي (څلورنۍ/۱۸ د وري)، پاکستانۍ جيونيوز رسنۍ  د متحدو ايالتو سپينې ماڼۍ چارواکو له خولې لېکلي دي چې ولسمشر جوبايډن ډېر وخت او مشورو ته اړتيا لري ترڅو افغانستان کې د خپل پوځي ماموريت او له دغه هېواده د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه پرېکړه وکړي. 

جوبايډن ته نېږدې کسانو ويلي دي چې د مې مياشتې لومړۍ نېټه شونې نه ده چې امريکايي ځواکونه له افغانستانه وځي. ډېرۍ لوجستيکي او نورې لاملونه شتون لري چې له امله به يې امريکايي ځواکونه له مې مياشتې وروسته هم افغانستان کې پاتې وي. 

له بلې خوا جيونيوز د يو شمېر طالب سرچينو د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي چې د ولسمشر جوبايډن حکومت له طالبانو غوښتي چې له مې مياشتې وروسته هم تر يو وخته افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شتون او پاتې کېدو سره هوکړه وکړي. 

د تېر ۲۰۲۰ز کال د فېبرورۍ مياشتې د هغې هوکړې اړوند چې امريکا او طالبانو سره دوحه کې لاسليک کړه، ويل شوي، چې د ۲۰۲۱ د مې مياشتې تر لومړۍ نېټه به امريکايي او نور بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، خو امريکا کې د نوي حکومت په راتګ سره دغه نېټه جنجالي شوې ده. 

دغه پاکستانۍ رسنۍ دوحه کې د طالبانو سياسي دفتر د چارواکو له خولې لېکلي دي، چې د افغانستان سولې لپاره د متحدو ايالتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر همدې موضوع دوحه کې د ملا برادر په شمول له يو شمېر طالب استازو سره کتلي او خبرې کړې.