خليلي: د افغانستان نظام دې فدرالي شي؛ دا د عبدالعلي مزاري ارمان وو 

روهي (څلورنۍ/۱۸ د وري)، د افغانستان د اسلامي يووالي ګوند يا حزب وحدت اسلامي مشر محمد کريم خليلي باميان ولايت ته تللی او هلته يې د سولې خبرو او راتلونکي نظام په اړه څرګندونې کړې دي. 

خليلي خبرداری وررکړی دی چې په هغه صورت کې چې د سولې روانې خبرې ماتې او بې پايلې شي، نو افغانستان کې به جګړه زور واخلي او وضعيت به له دې هم ډېر بد شي. 

د هزاره ګانو دغه مشر له سولې وروسته د حکومت د ډول په اړه ويلي دي چې د واک د ښه وېش لپاره بايد د حکومت ډول فدرالي شي او دا هغه څه دي چې عبدالعلي مزاري ورته مبارزه کوله او ارمان يې وو. 

نوموړی بل دا ګواښ کړی دی چې هر هغه څه؛ طرحه او يا حکومت چې په زور او تحملي ډول وي ورته د منلو نه دی او پر وړاندې به يې ودريږي. د نوموړي په وينا چې که چېرې د سولې هوکړه پر عدالت ولاړه نه وي نو تاوتريخوالي به جوړ شي. 

نوموړي د خپلو خبرو په يوې برخې کې پر حکومت هم توندې نيوکې کړې دي او ويلي دي چې حکومت قومي سياست کوي او اوس مهال يې د قوم پر اساس د کسانو ټاکنه او لېرې کېدنه پيل کړې ده. 

له دې وړاندې بل هزاره مشر محمد محقق هرات ولايت کې يوې ناستې ته ويلي وو، چې فدرالي نظام د افغانستان لپاره مناسب نه دی؛ په دې ډول نظام سره د افغانستان مرکزي ولايتونه چې ډېری اوسېدونکي ېې هزاره ګان دي، منزوي او يوازې کيږي.