صالح: د يما سياووش د وژنې په تړاو مو يوولس کسيزه ډله نېولې 

روهي (څلورنۍ/۱۸ د وري)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پر خپلې ټوېټر پاڼې لېکلي دي، چې د یما سياووش د وژنې په تور يې يوه يوولس کسيزه ډله نېولې ده. 

صالح لېکلي دي، چې دغه ډله د طالبانو اړوند ده او د کابل پوليس به خوا نېول شوې ده. د صالح د مالوماتو اړوند له دغه ډلې نښلونکي او د سړک غاړې ماينونه هم نېول شوي دي. 

طالبانو د يما سياووش د وژنې مسووليت نه وو منلی او نه يې هم د ولسمشر لومړي مرستيال د دغه څرګندونو چې ګواکي نېول شوي کسان د طالبانو اړوند غبرګون ښوودلی.