
روهي (درې نۍ/۱۷ د وري)، د افغانستان بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې د ايران په مشهد کې ايراني او افغان ديني عالمانو د افغان سولې په اړه ناسته کړې ده.
دې ناسته کې افغانستان کې د روانې جګړې او وينې توېدنې د بندېدو غوښتنه کړې او له ښکېلو غاړو يې غوښتي دي چې اوربند دې وکړي.
دغه افغان او ايراني ديني عالمانو د افغانستان روانه جګړه غير شرعي بللې او ټېنګار يې پر دې کړی دی چې بايد اوربند رامنځ ته شي او هغه چې په جګړه کې بوخت کې دي، اوربند وکړي.
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت ايران کې د ديني عالمانو دغه ناسته ستايلي او هرکلی يې کړی دی. له دې وړاندې د نړۍ يو شمېر نورو ديني عالمانو هم د افغاستان جګړه اسلام سره خلاف بللې وه.