سرګي لاوروف: افغانستان کې د هندوستان رول اغېزناک دی  

روهي (درې نۍ/۱۷ د وري)، د روسيې بهرينو چارو وزير سرګي لاوروف وايي چې د افغانستان په مساله کې د هندوستان اغېزمن دی او په همدې اساس نړيوال هڅه کوي چې هند د افغان سولې بهير کې فعاله برخه ولري. 

د روسيې بهرنيو چارو وزير ويلي دي چې افغانستان کې د يوې تل پاتې سولې لپاره له نړيوالې اجماع وراېخوا دا هم ډېره اړينه ده چې د سيمې هېوادونه دې برخه کې اجماع ولري. 

د افغانستان د سولې بهير کې تر اوسه ډېر تمرکز پر پاکستان  او ايران کيږي خو شنونکي په دې اند دي، چې هندوستان هم د سيمې ستر مهم ځواک دی او بايد دې برخه کې همغږي او همکاري ولري. 

سرګي لاوروف دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې ټاکل شوې ده د افغانستان د جګړې د پای په پار همدا اپريل مياشت ترکيه کې يو نړيوال کنفرانس چې ملګري ملتونه يې مشري کوي تر سره شي.