د روژې له لومړۍ نيټې وروسته پلې کيږي؛ سعودي عربستان عمره کوونکو ته نوی شرط اېښی

روهي (درې نۍ/۱۷ د وري)، د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت اعلان کړی دی، چې د عمرې مراسمو به يوازې هغه کسان تر سره کوي چې د کرونا ويروس ضد واکسین يې وهلی وي. 
 
د سعودي مذهبي مسوولينو په وينا چې د روژې مبارکې میاشتې له لومړۍ نیټه وروسته به هر چاته د عمرې د ادعا کولو اجازه نه وي او یوازې هغوی به عمره کولی شي، چې واکسین يې کړی وي. 
 
د حج او عمرې وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د کرونا ويروس د خپرېدو ګواښ او ویره لا شتون لري؛ د عمرې په موخه د مسجد النبوي او مسجدالحرام زیارت کوونکي بايد د حکومت هغه اصول جدي پلي کړي چې د کرونا ويروس پر وړاندې يې وضع کړي دي‌.