احمد ولي مسعود پخواني ولسمشر ته د (احمدشاه مسعود عطر) ډالۍ کړ 

روهي (يوه نۍ/۱۵ د وري)، د احمد شاه مسعود ورور او د مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود له پخواني  ولسمشر حامد کرزي په دې پار مننه کړې، چې فرانسه کې د مسعود د ياد په پار د لوحې د لګولو مراسمو کې يې برخه اخېستې وه. 

احمد ولي مسعود پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د حامدکرزي دغه کار يې ستايلی او د احمد شاه مسعود د عطرو يوه ښېښه يې ورته ډالۍ کړې ده. 

احمد ولي مسعود له دې وړاندې له ولسمشر محمد اشرف غني ګيله کړې وه چې فرانسه کې د مسعود په ياد د لوحې لګولو په اړه يې هېڅ غبرګون ونه ښوود او مبارکي يې ونه ويله. 

له بلې خوا فرانسې ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په تګ هم پر ټولينزو رسنيو نېوکې شوې او ويل شوي چې هلته د حامدکرزي د ناستې او ولاړې ځای د احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود ټيټ وو او نوموړي ته نه ښيي چې په ځينو کوچنيو مسايلو کې خان بوخت کړي.