دانش: که د اساسي قانون تعديل ته اړتيا شي نو تعديل دې شي 

روهي (يوه نۍ/۱۵ د وري)، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش وايي چې که چېرې سولې ته د رسېدو په پار د هېواد اساسي قانون تعديل ته اړتيا ولري نو دوی يې پر وړاندې کومه ستونزه نه لري. 

نوموړي دغه څرګندونې نن ورځ کابل کې د لويې څارنوالۍ سرپرست ذبيح الله کليم په پېژند غونډه کې کړې دي. د دانش په وينا چې اوسنی اساسي قانون بايد له منځه لاړ نه شي او شونې ده چې تعديل شي. 

دانش زياته کړې، "د یوه اساسي قانون لغوه کېدل د څېرې کېدو یا ګډوډۍ په معنا دی، له همدې کبله موږ د اساسي قانون پر ساتلو او تداوم ټینګار کوو. له دې سره په ضمن کې د یوې اړتیا له مخې د اساسي قانون د تعدیل په اړه موږ مثبت نظر لرو، لکه د افغانستان اوسنی اساسي قانون چې له جوړېدو یې شاوخوا اوولس کاله تېريږي، په طبیعي ډول یو ډول بیا ارزونې او تعدیل ته اړتیا لري".

د ولسمشر دويم مرستيال ويلي دي چې په افغانستان کې تر اوسه نهه اساسي قانونه جوړ شوي دي خو له بدمرغه د نظامونو په تغير سره اساسي قانون هم له منځه تللي.