د کانکور ملي ادارې د هېواد ۳۴ ولايتونو کې د کانکور ازموينې د اخېستو نېټې اعلان کړې 

روهي (يوه نۍ/۱ د وري)، د کانکور ملي ادارې د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د دولسم ټولګيو د کانکور ازموينې د اخېستو نېټې اعلان کړې دي. يادې ادارې ويلي دي چې ټاکل شوې نېټې احتمالي دي. 

د سږ کال ازموينه په درېيو پړاونو کې اخېستل کيږي، چې د غوايي مياشتې په اتمه نېټه د لومړي پړاو ازموينه پيليږي. 

لومړي پړاو کې؛  سمنګان، سرپل، غور، نیمروز، بادغیس، فراه، نورستان، پکتیکا، دایکنډي، زابل، ارزګان، هملند، کندهار، بامیان، ‌میدان‌وردک، لوګر، پکتیا، خوست، کاپیسا، پنجشیر، لغمان، کونړ، پروان، ننګرهار او بغلان ولايتونه شامل دي، چې ازموينې د غوايي مياشتې په اتمه، نهمه، او لسمې نېټو اېستل کيږي.  

دويم پړاو کې؛ فاریاب، بلخ، بدخشان، غزني، جوزجان، تخار، هرات او کندز ولايتونه شامل دي چې ازموينه به يې د غوايي مياشتې په ۳۰مه او ۳۱مه نېټو واخېستل شي. 

همدا ډول د غبرګولي مياشتې په ۱۵مه او ۱۶ مه نېټه د وروستي پړاو ازموينه اخېستل کيږي، چې يوازې کابل ولايت به په کې شامل وي.