د فدرالي نظام په اړه د محقق څرګندونو ته د هزاره ګانو غبرګونونه 

روهي (جمعه/۱۳ د وري)، هزاره مشر او د ولسمشر سلاکار محمد محقق هرات ولايت ته د خپل سفر پر مهال ويلي دي، چې د فدرالي نظام رامنځ ته کول د افغانستان او په ځانګړي ډول د هزاره قوم په ګټه نه دی. 

د محقق په وينا چې که چېرې د افغانستان نظام فدرالي شي، نو د افغانستان مرکزي ولايتونه چې ډېری وګړي هزاره ګان دي او له کوم هېواد سره پوله نه لري په منزوي او بند ډول پاتې شي. 

د محقق دغه څرګندونو ته يو شمېر هزاره ګانو غبرګون ښوودلی او ويلي دي چې د دوی د پخواني وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري له مبارزو يوه هم د افغانستان د نظام فدرالي کول وو. 

دوی نيوکه کوي، چې د محمد محقق يادې څرګندونې د هزاره قوم له غوښتنو سره په ټکر کې دي، او دوی په افغانستان کې د يو فدرالي نظام غوښتنه کوي.