
روهي (پنځه نۍ/۱۲ د وري)، د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار يو ځل بيا پلازمېنه کابل کې د پراخه لاريونونو خبرداری ورکړی دی. حکمتيار ويلي دي چې ترڅو اوسني حکومت لنډمهاله حکومت ته غاړه نه وي اېښي، لاريونونه به کوي.
د حزب اسلامي مشر ويلي دي چې د کابل دننه او شااوخوا سيمو کې ۳۰ زره وسله وال کسان لري، چې د ده لارښونې او امر ته منتظر دي. د نوموړي په وينا که چېرې افغان ځواکونه د ده د لاريونونو امنيت ونه نيسي، نو د ده وسله وال به را ميدان ته شي.
د ګلبدين حکمتيار په وينا چې حکومت بايد جګړه بس کړي، سوله وکړي او پر دې داسې يو حکومت هوکړه وکړي، چې ټولو ته د منلو وي؛ که چېرې دغه چارې تر سره شي نو لاريونونه به بس کړي.
د حزب اسلامي مشر ويلي دي چې د لاريونونو ترڅنګ مونږ ځيني سيمو کې وسله والې غونډې هم وکړې ترڅو نړيوالو ته دا وښيو چې مونږ هم وسله لرو، جګړه کولی شو او هم منطق او خبرې لرو.