الجزيره: ولسمشر غني وايي له وخت وړاندې ټاکنو ته تيار يم 

روهي (څلورنۍ/۱۱ د وري)، الجزيرې تېره ورځ تاجکستان کې د اسيا زړه کنفرانس کې د ولسمشر محمد اشرف غني هغه خبرې راخېستې دي، چې د سولې په پار يې له وخت ټاکنو ته په کې تياری ښوودلی دی. 

دغه رسنۍ د ولسمشر محمد اشرف غني له خولې لېکلي دي چې د شپږو مياشتو دننه د ټاکنو د تر سره کولو ملاتړ کوي او افغانستان کې د سياسي واک لېږد هم يوازې او يوازې د ټاکنو له لارې شونی دی. 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دې وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د ترکيې ناستې لپاره د جمهوريت په وړاندې شوې طرحې کې هم د شپږو مياشتو دننه د ټاکنو پر تر سره کېدو ټېنګار کړی وو. 

ټاکل شوې ده چې راتلونکې اپريل مياشت به استانبول کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغان سولې په اړه ناسته تر سره شي. دغه ناستې ته افغان حکومت، د مصالحې عالي شورا او يو شمېر سياسي ګوندونو خپلې طرحې وړاندې کړې دي. 

له بلې خوا ويل شوي دي، چې د ترکيې ناستې د وخت په اړه د طالبانو او زلمي خليلزاد ترمنځ اختلاف شتون لري، طالبان پر دې ټېنګار کوي چې د استانبول ناسته دې د روژې مبارکې مياشتې وروسته تر سره شي.