پر کرونا ويروس ککړ عمران خان بشپړ جوړ شوی 

روهي (درې نۍ/۱۰ د وري)، د فيصل جاويد خان په نوم د پاکستان د مشرانو جرګې يو غړي پر خپلې ټوېټر پاڼې لېکلي دي چې لومړی وزير عمران خان په بشپړ ډول له کرونا ويروس رغېدلی دی او اوس مهال يې روغتيايي وضعيت ډېر ښه دی. 

د نوموړي په وينا چې عمران خان دفتري چارې هم شروع کړې دي او د لسو ورځو دننه به په بشپړ ډول خپلې چارې پيل کړي. د فيصل په وينا چې عمران خان اوس هم په قرنطين کې دی. 

د پاکستان لومړی وزير عمران خان د مارچ په شلمه معاينه او د کرونا ويروس پايله يې مثبت وه. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نوموړي په ناروغېدو خواشینی شوی او د روغتيا هيله يې ورته ښوودلې وه.