مصالحې عالي شورا ۳۷ - پاڼيزه طرحه جوړه او د ترکيې په غونډه کې يې وړاندې کوي 

روهي (نۍ/۷ د وري)، د مصالحې د عالي شورا يوې غړې فريده مهمند رسنيو ته ويلي دي چې د سولې، انتقالي حکومت او اوربند په اړه د دغه شورا له خوا ۳۷ پاڼې لرونکې طرحه جوړه چې د ترکيې ناسته کې به يې وړاندې کړي. 

د نوموړې د مالوماتو پر بنسټ دغه طرحه کې به د ښځو حقوق او ورته نور مسايل هم د وړاندېزونو په ډول  دننه کړي. دغه طرحه کې لسګونه مسايل ځای پر ځای شوي دي. 

يو شمېر نيوکه کوونکو ويلي دي چې دا ډول اوږده طرحه د افغانانو ترمنځ د يو واحد نظر د نشتون ښوودنه کوي او غوره ده چې د مصالحې عالي شورا خپل وړاندېزونه په لنډ ډول جوړ او وړاندې کړي. 

له دې وړاندې ولسمشر ماڼۍ هم د افغان سولې په اړه يو طرحه جوړه کړې چې د ټاکنو له لارې د واک د لېږد په کې ويل شوي دي.