د پاکستان حکومت: له امريکا سپيناوی غواړو چې ولې يې لومړي وزير عمران خان نه دی دعوت کړی 

روهي (نۍ/۷ د وري)، ټاکل شوې ده چې د راتلونکې اپريل مياشتې پر ۲۲مه او ۲۳مه نېټه به د نړيوال اقليم د بدلون په اړه امريکا کې د نړۍ د هېوادونو د مشرانو ناسته جوړه شي. دغه ناستې ته نېږدې د نړۍ د ۴۰ هېوادونو مشران بلل شوي دي. 

د پاکستان حکومت ويلي دي چې يادې ناستې ته د چين او روسيې ولسمشران هم بلل شوي دي، خو د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته بلنه نه ده ورکړل شوې او دوی په دې اړه د امريکا له حکومت سپيناوی غواړي. 

پاکستاني چارواکو ويلي دي چې ياده ناسته کې د پاکستان نه دعوت کول د اندېښنې وړ مساله ده او ده په داسې حال کې ده چې د نړيوال اقليم په اړه د پاکستان موقعيت او رول اغېزناک دی.