جرمني افغانستان کې د خپلو ۱۳۰۰ سرتيرو ماموريت وغځوو 

روهي (نۍ/۷ د وري)، د جرمني پارلمان د حکومت هغه طرحه تصويب کړې ده چې له لارې به يې افغانستان کې د جرمني پوځيانو د ماموريت موده د ۲۰۲۲ کال د جون تر وروستۍ نېټې پوري وي. 

د جرمني حکومت د ناټو سازمان نورو غړو هېوادونو ته هم خبرداری ورکړی دی چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو ژر وتل به د افغانستان د سولې بهير له ننګونو سره مخ کړي. 

د طالبانو او امريکا د تېر حکومت ترمنځ د دوحې هوکړې اړوند له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په شمول د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل د همدې کال تر مې مياشتې ټاکل شوي وو. 

تېره ورځ د متحدو ايالتو ولسمشر جوبايډن هم ويلي چې د مې مياشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل شوني نه دي خو دوی به دلته ټول کال پاتې هم نه شي. 

طالبانو بيا له وړاندې خبرداری ورکړی دی چې که چېرې تر مې مياشتې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه بهر نه شي، نو ستره جګړه به پيل چې مسووليت به يې هم د واشنګټن پر غاړه وي.