احمد مسعود: افغانستان کې د يوې کورنۍ جګړې د شروع کېدو شونتيا شته 

روهي (پنځه نۍ/۵ د وري)، د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود خبرداری ورکوي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په بېړه وتل به افغانستان کې کورنۍ جګړه او تاوتريخوالی رامنځ ته کړي. 

نوموړي له فرانس  ـ ۲۴ خبري رسنۍ سره په خبرو کې ويلي دي چې د امريکايي ځواکونو ژر وتل به کورنۍ جګړه رامنځ ته کړي؛ د هېواد د شمال خلک جګړې او سولې دواړه ته چمتوالی لري. 

احمد مسعود همدا ډول د سولې او انتقالي حکومت په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني له طرحې سره مخالفت ښوودلی دی او هغې يې په واک کې د ولسمشر غني د پاتې کېدو هڅه بللې ده.