عبدالله عبدالله هم د کمال خان بند د پرانېستې مبارکي ويلي

روهي (پنځه نۍ/۵ د وري)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم نيمروز ولايت کې د کمال بند د پرانېستې مبارکي ويلي او هغه يې يوه ستره لاس ته راوړنه بللې. 

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي،  "له ښه بخته د کلونو انتظار وروسته په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کمال خان بند طرحه او جوړول د تېرو کلونو د بنیادي کارونو له ډلې یو مهم ګام دی.
د کمال خان بند په طرحه او جوړونه کې د مسؤلو نهادونو، انجینرانو او کارکونکو له هڅو او زحمتونو قدردانی کوم، د کمال خان بند د جوړېدو له امله ټولو هېوادوالو، د جنوب غرب زون ولایتونو اوسېدونکو او د نیمروز ولایت شریفو خلکو ته مبارکي وایم.

تېرې څلور لسیزې ناامني او بحران د دې لامل شو، چې په ښه ډول ونه توانېدو، چې د طبیعي زیرمو او اوبو څخه ښه ګټه پورته کړو، پدې برخه کې بنیادي کارونه او پانګونه وکړو.

تمه لرم چې د سولې روانې خبرې اترې به ثمرې ته ورسیږي او ورسره به د بنیادي کارونو ترسره کېدو، د اوبو بندونو، د برېښنا د تولیدي فابریکو، کارخانو، سړکونو او د سیمې په کچه لویو پروژو ته زمینه برابره شي."

د کمال خان بند پرانېسته تېره ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني او د هغې د مرستيالانو  په شمول نيمروز ولايت کې تر سره شوه.