د وروستیو ورښتونو له امله په هېواد کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

روهي (درې نۍ/۳ د وري)، طبیعي پېښو ته د رسېدګي په چارو کې د دولت وزارت وایي، چې په هېواد کې د وروسیو وروښتو له امله لس تنه مړه شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي. 

د دغه وزارت ویاند تمیم عظیمي ویلي چې تېره شپه د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د یو کور د چت نړېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند بایللی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي. 

یاد وزارت همدا راز وایي، چې په خوست کې هم تیره شپه د ورښت له امله د یو کور چت لوېدلی دی چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي او یو بل ټپي شوی.

وزارت زیاتوي چې د دواړو پېښو کې زیانمنو شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.