محب: د مسکو او استانبول ناستو کې ګدون کوو 

روهي (نۍ/۲۳ د کب)، د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب وايي چې د افغان حکومت پلاوي به د افغان سولې په اړه د مسکو او استانبول په ناستو کې ګدون وکړي. د مسکو ناسته څو ورځې وروسته د روسيې په کوربتوب جوړيږي. 

د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب نن ورځ کابل کې په يوې رسنیزې ناستې کې دغه څرګندونې کړې  دي. د ترکيې ناسته چې طالبان به هم په کې برخه ولري د امريکا په وړانديز او د ملګرو ملتونو په مشرۍ جوړيږي. 

له بلې خوا حمد الله محب د مسکو له هغه وړانديز سره مخالفت ښوودلی دی چې سولې ته د رسېدو په پار يې افغانستان کې د يو لنډمهاله حکومت د جوړېدو ويلي وو.