روهي (درې نۍ/۱۹ د کب)، د کابل B لیګ فوټسال سیالۍ چې د ښځو د پيوستون د نړیوالې ورځې، مارچ اتمې، په مناسبت پيل شوې وې، پرون دوشنبه د متحد افغان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چې د دغه لیګ په پای لوبه کې متحد افغان نجونو لوبډلې ۴ پر ۳ له خپلې سیالې لوبډلې یوسفي څخه لوبه وګټله او اتلولي يې ترلاسه کړه.
د فدراسیون همدا راز زیاتوي، چې د دغه لیګ درېیم مقام نوري سپورټ د آشیانه لوبډلې په ماتولو سره ترلاسه کړ.
وروستي