واشنګټن پوسټ: د کندهار پنجوايي کې د طالبانو او حکومت ترمنځ اوربند

روهي (دوه نۍ/۱۸ د کب)، په رسمي بڼه اعلان شوی نه دی، خو د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د ځايي حکومتي ادارې، طالب جنګياليو او بزګرانو ترمنځ لس ورځنی اوربند شوی. دغه ډز بنديز د سهار اته بجې پيل او د ماښام تر پنځو بجو پوري وي. 
 
د دغه اوربند په اړه نه حکومت اعلان کړی او نه يې هم طالبانو؛ په پنجوايي ولسوالۍ کې طالب جنګيالي او د حکومت امنيتي کسان، د يادې ولسوالۍ د ځايي اوسېدونکو او بزګرانو په هڅو دې هوکړې ته رسېدلي دي، چې خپل منځي لس ورځنی اوربند وکړي. 
 
هلته پنجوايي کې ځيني طالب جنګياليو او د پنجوايي ولسوالۍ حکومتي مسوولينو واشنګټن پوسټ ته د دغه اوربند تائيد کړی او ويلي دي چې د سهار له اتو بيا د ماښام تر پنځو بجو د دواړه خواوو ترمنځ اوربند ټينګ شوی دی. 
 
تېره ورځ د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکو د اوربند نښې - نښانې عملا ولېدې، د کندهار ښار او پنجوايي ولسوالۍ ترمنځ بند سړک او همدا ډول د ولسوالۍ په ښار کې ځيني تړل شوې هټۍ بېرته پرانېستل شوې.
 
که څه هم هلته سيمه ييز پوليس د اوربند تائيد کوي خو بيا ځیني امنيتي ځواکونه وايي چې په دې اړه مالومات نه دي ورکړل شوي او پرې خبر نه دي.
 
د يادونې ده چې په دې ډول کوچني اوربندونه په تېر کې هم افغانستان په ځينو ولسواليو او سيمو کې د طالبانو او حکومت ترمنځ رامنځته شوي.