محقق: درې غټې ستونزې لري؛ ولسمشر غني ته د بلنکېن ليک سره مخالف يم

روهي (دوه نۍ/۱۸ د کب)، د ولسمشر ستر سياسي او امنيتي سلاکار محمد محقق له هغه ليک سره مخالفت ښوودلی دی چې د امريکا بهرنيو چارو وزير انتونی بلنکېن د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په پته لېږلی دی. 

محمد محقق چې نن ورځې يې کابل کې د محمد قسيم فهيم د مړينې په اووم تلين غونډه کې وينا کوله ويلي دي چې ياد ليک کې نېمګړتياوې شتون لري چې مونږ ته د قبول وړ نه دي. 

محقق ويلي دي چې د افغاني ټولنې د جوړښت په پام کې نه نېول، له ډپلماټيکو اصولو وراېخوا په ليک امرانه ژبه کارول او په امرانه ډول سوله غوښتل او همدا ډول له افغانستانه د امريکا وتل او ستونزې شاته پرېښودل؛ درې هغه ستونزې دي، چې په دې ليک کې شتون لري. 

د دغه ليک کې په يوې برخې د سولې په اړه له ولسمشر غني غوښتل شوي دي چې دی، ډاکټر عبدالله عبدالله، حامدکرزی او عبدالرب رسول سياف په ګډه کار وکړي او د محقق اشاره هم تر ډېره يادې موضوع ته وه چې د افغاني ټولنې جوړښت په کې پام کې نه دی نېول شوی.