د هرات پخوانی والي او ۷ نور کسان پر دوو کالو او شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم شول

روهي (یوه نۍ/۱۷ د کب)، لویه څارنوالي وایي، چې د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې د هرات پخوانی والي احمد یوسف نورستاني په ګډون ۷ کسانو ته جزا اورلې ده.

د لویې څارنوالۍ په وینا، چې نورستاني په ګډون سربیره د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د زراعتي خدماتو مدیر محمد نادر، د هرات ملي امنیت کارکوونکی فرید احمد، د غوریانو ولسوالۍ د اراضي اوسنی مدیر عبدالظاهر، د انجیل ولسوالۍ مالي مدیر سید ابوبکر، د تورغونډۍ بندر د بهرنیو اتباعو د راجسټر کارکوونکی غلام رباني، د انجیل ولسوالۍ د املاکو پخوانی مدیر وکیل احمد او د دغې ولسوالۍ د کدستر اجراییه آمر بشیر احمد له وظیفوي واک څخه د ناوړه استفادې او دولت ته د مالي زیان اړولو په تور د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر ۱۷ په غیابي توګه محاکمه شول.

لویه څارنوالي وایي، چې د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضایې محکمې د هرات پخوانی والي احمد یوسف نورستانی، محمد نادر، فرید احمد، عبدالظاهر، سید ابوبکر، غلام رباني، وکیل احمد او بشیر احمد هر یو پر دوو کالو او شپږو میاشتو تنفیذي حبس او په علی السویه ډول پر ۱۰۸ زره او ۳۹۰ افغانیو نقدي جزا محکوم کړل