د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په ۱۷۸ رایو سره ددې هېواد له پارلمان د باور رایه واخیسته

روهي (نۍ/۱۶ د کب)، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن د هېواد له پارلمان ۱۷۸ د باور رایو په اخیستو سره بریالی اعلان شو.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن د باور رای اخیستو لپاره د پارلمان د مشر اسد قېصر په مشرۍ غونډه کې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي باور قرارداد وړاندې کړ چې د 178 رایو په اخیستو سره یو ځل بیا د لومړي وزیر په چوکۍ پاتې شو.

د پارلمان له ۳۴۲ غړو څخه د لومړي وزیر چوکۍ لپاره ۱۷۲ رایې پکار وې چې له ډلې عمران د پارلمان ۱۷۸ رایې خپلې کړې.

د یادونې وړ ده، چې د حکومت مخالف سیاسي ګوندونو اتحاد پي ډي اېم چې 11 سياسي ګوندونه پکې شامل دي په رایی اچونه کې ګډون نه و کړی.