د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي چې طالبان لا هم د مرکزي آسیا له جهادي ډلو ملاتړ کوي

روهي (نۍ/۱۶ د کب)، د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، چې طالبان د دوحې هوکړې سره سره هم د مرکزي آسیا جهادي ډلو ملاتړ ته دوام ورکړی.

تازه په همدې موخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نړیوالو ترهګرو ډلو د ګواښونو او ننګونو په اړه خپل خپور کړي راپور کې ویلي، چې د دوحې هوکړې سره سره طالبانو لاهم ازبېک او تاجک سلفي جهادي ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو له امریکا سره په شوې هوکړه کې منلې چې له القاعده شبکې او وسله والو ډلو سره به اړیکې نه پالي خو وخت ناوخت په طالبانو دا تور پورې کیږي چې طالبانو لا هم له یادو ډلو سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړې.

بلخوا تر اوسه طالبانو د امنیت شورا ددې وروستي راپور په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې دا ډول ادعاوې رد کړې وې.