اروپایي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې په ښکېلو خواو د تاوتریخوالي د بندیدو غږ کړی

روهي (نۍ/۱۶ د کب)، تازه د اروپایي پارلمان لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې له ښکېلو خواو غوښتې چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

د یاد پارلمان له لورې په خپره شوې علامیه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو اوسنی بهیر د جدي اندېښنې وړ بلل شوی دی او یو ځل بیا یې له طالبانو په طالبانو د اوربند کولو ټینګار کړی.

اروپايي ټولنه وایي، چې په وروستیو کې په افغانستان کې د بشري حقونو فعالین، خبریالان او سیاسي څېرې په نښه کېږي چې دا هر څه د اندېښنې وړ دي او ددې جدي اړتیا ده چې ښکېل لوري ژر تر ژره اوربند وکړي.