په بدخشان ولایت کې د واورې ښویدو له امله ۱۴ کسان مړه شوي دي



روهي (نۍ/۱۶ د کب)، د بدخشان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې ددې ولایت په ریګستان ولسوالۍ کې د واورې ښویدو له امله ۱۴ کسان مړه شوي.

د راپورونو له مخې د بدخشان ولایت په رېګستان ولسوالۍ کې یاده پرون تېره پنجشنبه شوي ده چې ویل ګڼ کسان بې درکه هم دي.

د بدخشان د ولایت مقام ویاند نیک محمد ددې پېښې د تایید ترڅنګ وایي، چې د رېګستان ولسوالۍ زرنداب کلی د طالبانو تر ولکې لاندې دی چې له امله حکومت نه دی توانیدلی ترڅو دې سیمې ته پر وخت خدمات ورسوي.

اخوا د بدخشان د لایتي شورا رئیس ډاکټر بشیر صمیم وایي، چې د زرنداب څخه ترلاسه شوي مالومات لا هم لومړني دي او ددې احتمال دی چې د واورې د ښوېدو په پېښه کې د مړه شویو کسانو شمېر زیات وي.


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ