عطا: خليلزاد د ګډ - حکومت طرحه راکړي؛ درې مسايل په کې شامل دي 

روهي (نۍ/۱۶ د کب)، د جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس او د بلخ پخوانی واليی عطا محمد نور وايي چې زلمي خليلزاد له حکومت او سياسيون سره د ګډ - حکومت حکومت طرحه شريکه کړې ده. 

د نور په وينا چې ياده طرحه د يو داسې نوي حکومت په اړه ده چې طالبان به يې هم برخه وي. عطا محمد نور ويلي دي چې دغه طرحه تر اوسه بشپړه شوې نه ده او  لا کار ته اړتيا لري. 

د امريکا ځواکونو وتل، د تېرو لاس ته راړونو ساتل او د طالبانو په شمول د يو نړيوال کنفرانس جوړ د دغه طرحې بنسټيز مسايل دي. 

خليلزاد کابل ته په خپل وروستي سفر کې له ولسمشر غني او ګڼ شمېر سياسي څېرو سره کتلي او همدا ډول به له طالبانو سره دوحه پرې خبرې وکړي.