د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته نږدې پاکستاني پوځيان ځای پر ځای شوي دي

روهي (نۍ/۱۶ د کب)، راپورونه وایي، چې پاکستان د کندهار له سپین بولدک ولسوالۍ سره د یوه ښارګوټي جوړولو پلان لري.

د مالوماتو په اساس چې په زیات شمېر پاکستاني پوځيان له سپين بولدک ولسوالۍ سره نږدې پر ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ کرښه ځای پر ځای شوي دي. 

د کندهار ځایي خبریالانو په سیمه کې د سرچینو له قوله ویلي، چې پاکستان د همدې لپاره دې غاړې ته د خاورې د لاندې کولو ګامونه اخيستي دي. 

د پاکستان ددې وروستي اقدام په اړه تر اوسه د کندهار ځايي چارواکو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له دې وړاندې هم د افغانستان ځیني سیمي لاندې کړې دي.