د امریکایانو لخوا د حکومت د نوي موډل طرحه!

که څه هم د ولسمشرغني لخوا د موقت حکومت په مقابل کې کلک سنګر نیول شوې چې تر ډېره یې مقاومت نتیجه هم ورکړې او د موقت حکومت په مخ کې بلا ډېر خنډونه راپیداشوي خو د امریکالخوا ولسمشر غني او افغان سیاسیونو ته د یو بل موډل طرحه وړاندې شوې چې تر ډېره حده ئې د تطبیق امکانات هم لیدل کیږي.

دغه نوې پلان د انتقالي حکومت طرحه ده چې د ولسمشرغني په ګډون تقریبا د ټولو مطرحو لوريو او شخصیتونو ځای او بقاء په کې تضمین شوې ده.

په نوې طرحه کې د حکومت غوښنه برخه طالبانو ته منل شوې ده چې طالبان هم تقریبا د پټې خولې اقرار په مفهوم کې معلومیږي.

د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او ورسره مل امریکایي پلاوی د یادې طرحې د تطبیق په موخه لابي کوي چې داځل یې چلند هم د نورو وارو په نسبت متفاوت او جدي دی.

زلمی خلیلزاد په هره لیدنه کې په ټینګار سره وایي چې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوې اداره د افغان سولې په تړاو د اوږده انتظار حوصله نه لري او غواړي چې دغه کار بیخي ژر او حتا د دوو درو میاشتو په موده کې بشپړ او یو نوی انتقالي حکومت رامنځ ته شي.

د ښاغلي خلیلزاد په وینا امریکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکراتو ته اوږد انتظار وکړ خو دوی کومې پایلې ته ونه رسېدل نو اوس امریکا هوډ کړی دی چې باید د افغان قضیې پر دخیلو لوریو په فشار راوړلو سره د قضیې پای ته ورسیږي.

تازه او موثق معلومات وایي چې ډېر ژر به د ملګرو ملتونو په مشرۍ په کوم مناسب هیواد کې د بن په څېر یوه بله ستره غونډه جوړه شي چې هلته به د نوي حکومت پر تشکیل هم د خیر دعا وشي او له هماغه ځایه به راکاپي او افغانستان کې پیسټ شي.

په نوې طرحه کې به ولسمشرغني د خپلې قانوني مودې تر پوره کولو پر خپل ځای پاتې وي خو واک او صلاحیت به ئې محدود او شتون به یې تقریبا سمبولیک وي.

د انتقالي حکومت مشر به بې تاجه بادشاه وي، خو واک به یې تر ولسمشر ډېر او صلاحیتونه به یې لوړ وي.

د موقت حکومت د مشرتابه لپاره ډیرو ښاغلو ډېر وخت کمپاین کړی وو او بې دریغه لګښتونه یې هم کړي وو خو داسي ښکاري لکه چې له ټولو څخه په اوبو لاهو شوي دی.
د انتقالي حکومت مشرتوب ته هم ډیرو ښاغلو برېتونه غوړ کړي او په ډېر ګړندي کمپاین یې پیل کړي دی خو  د زلمي خلیلزاد له ملاقاتونو او ناستو پاستو ځینو داسي استنباط کړی چې چانس به د هغه چا ډېر وي  چې طالبانو ورسره لاس پټ کړی وي.

په ډېر احتمال د راتلونکو ورځو مهم لوبغاړي به  پخوانی ولسمشرحامدکرزی، پخوانی طالب چارواکی ملا آغاجان معتصم، ډاکټرعبدالله، ګلبدین حکمتیار او استاد سیاف وي.

د پنځو واړو ښاغلو حجرو کې نن صبا تر بل هر وخت ډېر بیروبار لیدل کیږي او ډیری سیاستوال یې د توجوه د جلب لپاره روزانه حاضري لګوي.

د شنونکو په باور د راتلونکی حکومت شکل  به د بن د موډل په څېر نه وي چې محدودې ډلې او شخصیتونه په کې مطرح او ونازول شول،  بلکې داځل به تشکیل ډېر پراخ او تر ډېره بریده ټول افغان شموله وي.

امریکا او نړیواله ټولنه داځل ژمنتیا ښئ چې باید ټول افغانان او ټول سیاسي لوري په راتلونکي سسټم کې ځان وویني.

که څه هم تر اوسه هیچا او هیڅ لوري ته هیڅ کوم مشخص مقام نه دي په ګوته شوې او نه ورته ویل شوي چې راتلونکي حکومت کې به څومره ستا او څومره د پلان وي خو له نښو نښانو داسي اټکل کیږي چې د انتقالي حکومت د مشر په انتخاب کې به ډېر غوږ د طالبانو خبرې ته نیول کیږي.

ښایي د طالبانو د برحاله مشرانو له ډلې څخه به د کوم یوه ټاکل د ډېرو لپاره د منلو وړ نه وي او په همدې دليل طالبان هم شاید ډېر ټینګار ونه کړي خو د پخوانیو طالب چارواکو آپشن بیا دغې ستونزې ته یوه ښه د حل لاره ده.

د طالبانو د ډلې پخوانی مشر مولوي آغاجان معتصم د انتقالي حکومت د مشرتابه لپاره د نورو په نسبت یو څو پوائنټه اضافه لري او په غالب احتمال چې چانس به یې هم تر نورو ډېر وي.

د نوموړي له ګرماګرم فعالیتونو او بوختیاوو څخه جوتیږي چې سړی دغه پروسه کې تر ډېره حده مخته تللی ده او ښایي له ډېرو چینلونو سره تفاهم ته رسیدلی وي.

طالبان به هڅه وکړي چې د انتقالي دورې له خپل موثر او قوي حضور څخه د انتخابي حکومت لپاره ګټه پورته کړي او ټاکنو کې هم خپل حضور تر نورو ځواکمن ثابت کړي.

په انتقالي دوره کې به طالبان د کلیو او ولسوالیو په کچه سر له اوسه لا د راتلونکي لپاره په کمپاین پیل وکړي او د مساجدو د ملا امامانو له منبر او ادرس څخه به د خلګو د ذهنیت په تسخیر کې کار واخلي.

طالبان کولی شي چې په دغه تاکتیک د ټاکنو وېش کې خپله پله تر نورو ډېره درنه او بالاخره له یوې داسي لارې واک ته ورسیږي چې نړیوالو ته هم د منلو وړ وي.

که څه هم ډېرو خلګو ته لاهم طالبان هماغه د نویمې لسیزي طالبان ښکاري خو چاچي له طالبانو سره له نږدې لیدلي او هغوی ئې په سمه توګه پیږندلي په دې باور دي چې طالبانو کې بیخي لوي بدلون او تغیر راغلی دی.

طالبانو اوس درک کړې چې واک ته د رسېدلو او په قدرت کې د بقاء لپاره باید له نړیوالو او د نړۍ له اصولو سره برابر برخورد وکړي.