قانوني: د سولې خبرو د بريا په پار دې د خبرو اوسنۍ بڼه تغير شي 

روهي (پنځه نۍ/۱۴ د کب)، د ولسمشر پخوانی مرستيال او د جمعيت ګوند مخکښ محمد يونس قانوني وايي چې د حکومت او طالبان ترمنځ د سولې خبرو اوسنۍ بڼه بايد بدله شي او که چېرې داسې وشي نو د سولې خبرې بريالۍ کېدای شي. 

نوموړي چې نن يې د عبدالعلي مزاري د وژل کېدو په تلين غونډه کې خبرې کولي ويلي دي، د سولې په اړه به ملي، سيمه ييزه او نړيواله اجماع باندې کار کيږي چې دې سره به دوحه کې د سولې خبرو بڼه هم تغير وکړي. 

د قانوني په وینا چې د سولې خبرو دوه اصلي اړخونه د افغانستان دولت او بلې خوا طالبان دي، خو د افغانستان ولس د سولې خبرو درېيم او مهم اړخ دی. 

قانوني دا څرګندونې د سولې په اړه له ولسمشر محمد اشرف غني او زلمي خليلزاد سره له خپلو لېدنو وروسته کړې دي.