سرور دانش: استاد مزاري دغه اته ستر ارمانونه درلودل 

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش نن ورځ کابل لويې جرګې تالار کې د پخواني جهادي قومندان او هزاره مشر عبدالعلي مزاري د وژل کېدو د ۲۶ تلين په مراسمو کې ويلي دي چې نوموړي پر ولسواکۍ ولاړ د يو جمهوري نظام ملاتړ کولو. 

د دانش په وينا چې د عبدالعلي مزاري شخصيت اوس مهال د چا لپاره پټ او ورک شخصيت نه دی؛ د هغې فکر او تګ- لارې د زرګونو کسانو په ذهنونو کې ځای موندلی دی او د عبدالعلي مزاري د لارې پيروان دي. 

د ولسمشر دويم مرستيال د خپلو خبرو په يوې برخې کې ويلي دي، چې لاندې اته مسايل د عبدالعلي مزاري د سترو ارمانانو وو او پار يې کالونه - کالونه ورته مبارزه کړې. 

۱- د سني مذهب تر څنګ د شيعه مذهب په رسميت پېژنده؛ 
۲- د ټولو قومونو د کلتوري او ټولنيز هويت په رسميت پېژنده؛ 
۳- د افغانستان د اداري واحدونو تغير او تعديل؛ 
۴- د ولسمشرۍ ماڼۍ او پارلماني ټاکنو تر سره کول؛ 
۵- د هر ولايت او حوزې د وکړو پر بنسټ د پارلمان د غړو ټاکنه؛ 
۶- د ټولنې د نيمايي برخې په توګه د ښځو د حقونو ساتنه؛ 
۷- د هېواد په سياسي سېسټم کې د ټولو قومونو او سياسي ګوندونو برخه؛ 
۸- د ټولنيز عدالت او برابرې پراختيا تر سره کول. 

عبدالعلي مزاري له نن ۲۶ کاله وړاندې د طالبانو له خوا ووژل شو. د شورويانو پر وړاندې د مجاهدينو د جګړو پر مهال ده د ايران ملاتړ درلود او ډېرې مرستې يې تر لاسه کوله. کابل ته د مجاهدينو په راتګ سره چې د دوی ترمنځ کورنۍ جګړې پيل شوې، عبدالعلي مزاري د جګړې يو مهم لوری وو. د بشري حقونو ملاتړي نړيوالو ادارو افغانستاند هغه کسانو په نوملړ کې مزاري هم شاملوي، چې وژنې، له انساني کرامت وراېخوا شکنجې او نور تاوتريخوالي يې کړي دي. 

عبدالعلي مزاري که څه هم د کورنيو جګړو پر مهال د افغانستان د نورو قومونو سره جګړې کړي او کسانو يې په ځينو سيمو کې د پښتنو ټول وژنې کړې، خو ولسمشر محمد اشرف غني ده ته د ملي يووالي د شهيد لقب ورکړی دی.