حکمتیار وایي افغان حکومت د سولې غوښتنونکی نه دی او په دې لار کې خنډونه جوړوي

روهي (پنځه نۍ/۱۴ د کب)، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا په افغان حکومت او په واک کې چارواکو تور پورې کړی چې د سولې مخالفت کوي.
نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال بیا هم دا ګیله کړې چې ارګ ورسره پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی او دوی به د خپلو غوښتنو لپاره په لاریونونو لاس پورې کوي. 

حکمتیار په همدې موخه سبا جمعه په کابل کې د پراخو لاریونونو خبرداری ورکړی او له کابل ښاریانو یې غوښتې چې ښار ته دې نه راوځي.

ده همدا راز د سولې په اړه ویلي چې ارګ د سولې په لار کې خنډونه جوړوي، د سولې اراده نه لري او د سولې غوښتونکی هم نه دی.