د فراه هوایي ډګر په نړیوال هوایي ډګر بدلېږي

روهي (پنځه نۍ/۱۴ د کب)، د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وایي، چې ژر به د فراه هوایي ډګر په یو نړیوال هوایي ډګر بدل کړي.

د ملکي هوایي چلند ادارې له لورې په همدې موخه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوې چې ژر به د فراه ولایت هوایي ډګر په نړیوال هوایي ډګر بدل کړي چې هممهاله به ترې نړیوالې الوتنې پېل شي.

د فراه ولایت هوایي ډګر د ۱۳۴۳ او ۱۳۴۴ زېږدیز کال کې د دغه ولایت په سويل ختيځ سیمه کې جوړ شوی، چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د هېواد جمهور رئیس په لارښونه د یاد هوایي ډګر ساحه د ۱۷۱۷ جریبه ځمکې څخه ۵۰۰۰ جریبه ځمکې ته پراخه شوه.

د یادونې وړ ده، چې اوس مهال کام ایر، اریانا افغان، باختر افغان الوتکې او بېلابېلې پوځي الوتکې له دغه هوایي ډګر الوتنې کوي او په کیني.