امریکا د ۷ روسي چارواکو په ګډون ددې هېواد په ۱۴ شرکتونو بندیزونه لګولي

روهي (څلور نۍ/۱۳ د کب)، تازه د سپیني ماڼۍ ویاند د مطبوعاتي کنفرانس پرمهال ویلې چې د روسیې له لوري د الکسي ناولني د مسمومولو په تړاو یې پر دغه هېواد بندیزونه وضع کړي دي. 

 امریکا په روسیه د بندیزونو په تړاو وایي، چې دوی داسې اسناد موندلي چې ښيي د روسیې حکومت او پوتین سرسخت مخالف ناولني د روسیې د حکومت له لوري په قصدي توګه مسموم کړل شوی و، نوموړی تېر کال مسموم او بیا وروسته په المان کې له درملنې وروسته روغ شو.

د سپني ماڼۍ په وینا چې په تازه بندیزونو کې یې ۷ روسي چارواکي او ددې هېواد د کیمیايي موادو د تولید ۱۴ شرکتونه شامل دي.