خليلزاد کابل ته راغلی او په لومړۍ لېدنه کې يې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي 

روهي (دوه نۍ/۱۱ د کب)، د افغانستان سولې بهير لپاره د متحدو ايالتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د ولسمشر جوبايډن حکومت په منځ ته راتګ سره په خپل لومړي سفر کې کابل ته راغلی دی. 

نوموړي کابل ته په راتګ سره خپله لومړۍ لېدنه د ملي پخلاينې د لوړې شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره ناسته کړې؛ پر سولې او يو شمېر نورو مسايلو يې خبرې کړې دي. 

خليلزاد سره د لېدنې په اړه ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي، "پدې لیدنه کې چې د ملي مصالحې عالي شورا مرستیالانو او د دې شورا د رهبرۍ یو شمېر غړو هم حضور لاره دواړه خواوو د سولې په خبرو اترو، د امریکا متحده ایالاتو د نوي حکومت له لورې د سولې خبرو اترو او هوکړې په بیاکتنې، د سولې خبرو اترو په چټکېدو، په دوحه کې د سولې خبرو اترو پر دویم پړاو، د تاوتریخوالي پر کمېدو، د سولې خبرو اترو کې د پرمختګ پر لارو چارو او د یوې تلپاتې سولې په ټنګښت بحث او د نظرونو تبادله وکړه."

هغه مهال چې ټرمپ د متحدو ايالتو ولسمشر وو، خليلزاد افغانستان ته خپل وروستی سفر وکړ، خو په دې باور چې د لنډمهاله حکومت طرحه يې راوړې وه، ولسمشر غني ور سره لېدنه ونه کړه.