میانمار کې د پوځ خلاف ګڼو لاریوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

روهي (دوه نۍ/۱۱ د کب)، په ميانمار کې د له پوځي کودتا وروسته د لاريون کوونکو په وړاندې د پوليسو له خوا تاوتریخوالی زيات شوی دی. 

په یاد هېواد کې د پوځي کودتا وروسته پوځ خلاف سخت اعتراضونه روان دي او پولیسو د خلکو د ارام لپاره له اوښکي بهونکي ګاز او په مرمیو له ویشتلو کار اخیستی چې ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

په میانمار کې د د اعتراضونو پر دوام پرون ملګرو ملتونو ویلې چې د پولیسو په ډزو کې نږدې ۱۸ کسان وژل شوي.