امریکا وایي ژر به د سعودي عربستان په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي

روهي (یوه نۍ/۱۰ د کب)، امریکا وایي چې د ژر به د سعودي عربستان په وړاندې خپل دریځ او پریکړه اعلان کړي.

له هغه وروسته چې د عرب خبریال جمال خاشقجي د وژل کیدو په اړه امریکا د سعودي په ځینو چارواکو بندیزونه ولګول او رسنیو نیوکې وکړې چې ولې امریکا د خاشقجي د قتل په قضیه کې پر محمد بن سلمان بندیزونه نه دي وضع کړي، د متحده ایالاتو ولسمشر ویلي دوی به د عربستان په اړه خپل دریځ ډېر ژر روښانه کوي. 

ولسمشر جوبایډن ویلې سبا او بل سبا به تازه اعلامیه خپره کړي او په هغه کې به د سعودي عربستان پر وړاندې د امریکا دريځ روښانه شوی وي. 

په وروستیو ورځو کې امریکا د عرب خبریال جمال خاشقجي د قتل راپور خپور کړ چې ویل کېدل د وژلو پلان یې محمد بن سلمان منظور کړی و خو نوموړي بیا په دې قضیه کې لاس لرل رد کړي دي.