روهي (جمعه/۸ د کب)، طلوع نيوز د فريد احمد په نوم د يو کندهاري ځوان کيسه راپور کړي چې شااوخوا يو نيم کال وړاندې پر کندهار ولايت کې د يو شمېر پوليسو له خوا جنسي تيري شوي او سختې شکنجې ورکړل شوي دي.
دغه ځوان وايي چې دی د موټر پلورونکی او اخېستونکی وو، د کندهار د پنځلمسې حوزې پوليس په دې بهانه چې موټر پرې خرڅوي وغوښت، ۲۱ ورځې يې بند کړي او د زندان پر مهال يې سختې شکنجې ورکړي.
فريد احمد چې کابل ته تللی ويلي دي چې پوليسو د شکنجې او سزا له لارې پرې فشار راوړ ترڅو پر غلا اعتراف وکړي او ومني چې غلا يې کړې وه.
دغه ځوان چې رسنيو ته پې پر خپل بند د شکنجې نښې ښکاره کړي، ادعا کوي چې پر برېښنا يا برق سزا ورکړل شوې، په څپېړو او او توپک وهل شوی او د دريېو کسانو له خوا پرې جنسي تيری شوی.
وروستي