احمد ضيا مسعود: خلکو راڅخه غوښتي چې مجاهدين او مقاومت کوونکي سره راټول کړم 

روهي (پنځه نۍ/۷ د کب)، د حامدکرزي د حکومت پر مهال لومړي او د جمعيت ګوند اوسني مرستيال احمد ضيا مسعود يو ځل بيا د لنډمهاله حکومت پر جوړېدو ټېنګار کړی دی. 

احمد ضيا مسعود تېره ورځ د کابل او کاپيسا له يو شمېر خلکو سره په لېدنه کې روان امنيتي او سياسي وضعيت له زغم بيرون او بللی او ويلي دي چې خلکو سره يې د لنډمهاله حکومت په اړه سلا - مشورې کړي. 

مسعود ويلي چې د کاپيسا او کابل يو شمېر اوسېدونکي ده سره په لېدنه کې غوښتنه کړې چې مجاهدين او مقاومت کوونکي (مقاومت ګران) بيا سره راټول او هېواد له اوسني بد وضعيت بهر کړي. 

احمد ضيا مسعود چې د ولسمشر محمد اشرف غني په لومړۍ دوره کې د ښې حکومتوالۍ برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی وو؛ له دندې ګوښه او او بيا تر نن د ولسمشر غني د سرسختو سياسي مخالفينو له ډلې دی.