امریکا: د افغان جګړې د ختمولو لپاره مو جدي هڅې پيل کړې دي

روهي (پنځه نۍ/۷ د کب)، د امریکا دفاع وزارت وایي، چې د افغان جګړې د ختمولو لپاره یې جدي هڅې پېل کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري غونډه کې ویلي دي چې دوی د داسې یوې حل لارې په لټه کې دي چې د افغانستان، امریکا او متحدینو لپاره ګټوره وي. 

هغه وایي د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه او ددې وضعیت د بدلولو لپاره د افغان لوري په ګډون له ټولو ملګرو هېوادونو سره په اړیکه کې دي او د داسې لارې پلټل روان دي چې وکړی شي د ټولو لورو امنیت خوندي کړي. 

<iframe frameborder="0" height="315" src="https://www.youtube.com/embed/hgu3aDNaKFs" width="560"></iframe>