ډاکټر عبدالله: له سولې بل هېڅ څه لومړيتوب نه لري

روهي (یوه نۍ/۳ د کب)، د مصالحې عالي شورا ډاکټر عبدالله عبدالله نن ورځ د دغه شورا په چوکاټ کې د پراختيايي پروګرامونو او مرستو د رانېونې کمېسيون پرانېسته وکړه. 
 
عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې ويلي دي چې اوس وخت کې د يوې عادلانه او ټولو ته د منلي سولې بل کوم څه لومړيتوب نه لري.
 
نوموړي په دې ناسته کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوو د دويم پړاو د خبرو د ژر پيل لپاره هڅې وکړي.
 
نوموړي دا هم ويلي دي چې اوس مهال کې اوربند اړين دی او د سولې خبرو سره هممهاله د تاوتريخوالي ډېروالی د منلو وړ نه دی.