دفاع وزارت: کندهار کې د ۳ موټر بمونو مخه نیول شوي او ۸۶ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړل شوي

روهي ( یوه نۍ / ۳ د کب )، د افغانستان دفاع وزارت وايي، په کندهار ولایت کې د طالبانو د درې موټر بم چاودنو مخه نیولې ده.

دفاع وزارت نن یکشنبه ویلي چې وسله والو طالبانو غوښتل د یاد ولایت په «خاکرېز» ولسوالۍ کې موټر بم چاودنې وکړي چې په وینا یې د هوايي ځواک لخوا هدف وګرځول شول.
په اعلامیه کې راغلي:"هوايي ځواکونو له لوري د چاودېدونکو  توکو ډک ۳ موټره چې یوه موټر کې توپونه ځای پر ځای شوي و مخکې تر دې چې خپل هدف ته ورسیږي په نښه کړل او له منځه یووړل شول."
 
خو په ورته مهال یوه بله خبرپاڼه کې د ملي دفاع وزارت مسولینو ویلي چې د کندهار  ملي اردو ځواکونو ۷۶ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
 
 دمسولینو په خبره دفاعي او امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو په دوام سره نن کندهار ولایت میوند ولسوالۍ بېلابېلو سیمو او عمومي سړک کې ۷۶ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړل.
 
د دفاع وزارت بیان کې راغلي ترهګرو طالبانو غوښتل چې دغو شومو اهدافو سره  دفاعي، امنیتي ځواکونه او ملکي خلک په نښه کړي، دغه ماینونه د ملي اردو  ځواکونو د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او شنډ شول.
 
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.