د انګلېسي په علمي لېکنو کې thereabout, thereafter, thereby, therein او thereof کلمې بايد څنګه وکاروئ؟

۱-  thereabout کابو يا تقريباً: thereabout يو قيد دی؛ له فعلونو سره د نېږدې يا کابو په مانا کارول کيږي. په انګلېسي کې يې مانا ده near that time, date, place or amount. 
بېلګه: 
- come at noon or thereabout. غرمه کې راشه يا غرمې ته نېږدې. 
-  I met him last June or thereabout. ما هغه تېر جون يا د جون مياشتې په نېږدې وختونو کې لېدلی وو. 
- Give me one thousand Afghanis or thereabout. زره افغانۍ يا کمې - زياتې زر افغانۍ راکړه. 

۲- thereafter له هغه وخت وروسته: دا هم قيد يا adverb دیو انګلېسي مانا يې ده، after that time. 
بېلګه: Thereafter, we became best friends. 

۳- thereby پر دې بنسټ، پر دې اساس، ځکه: دغه قيد د   because سره ورته مانا لري، by that means يا because of that ماناوې ورکوي. 
بېلګه: He signed the contract, thereby he is a partner of this company. 

۴- therein په هغې کې، له دې وجې:  انګلېسي ورته مانا يې ده  in that. يانې in or into a particular place, thing, etc.
بېلګه: They can read therein what our plans are. دوی کولی شي هلته ولولئ چې زمونږ موخې څه دي. 

۵- thereof په هغې پوري تړلی، د هغې: مانا يې ده، of or about the thing just mentioned؛ د هغې شي په اړه چې وړاندې ذکر شوی وي. 
بېلګه: the problem and the solution thereof. ستونزه او د هغې حل. 
ًRead the whole page or a part thereof. ټوله پاڼه ولوله يا د هغې يوه برخه.