نظم

دا داستان زما د ژوند دی
چې یو کلي کې پیدا شوم
له جوماته تر مکتبه
بیا مطیع د خپل مولا شوم


مبارز د زمانې وم
یو کان وم د وختونو
تفکر مې تر اسمانه
زه یو ځوان وم د وختونو


بیا زه راغلم تر کالجه
دلته بېله یوه دنیا وه
د کالج په ودانو کې
هلته پټه یوه لیلا وه

د هیبت په څوکۍ ناسته
له غروره تکه سره وه
شهزادګۍ د دې مالت وه
د جهان کېسه کې نه وه

ټول وطن یې ننداره کړه
له رڼا یې دنیا مړه وه
د ډېوې غوندې په چم کې
په ځلا یې دنیا مړه وه

نه پوهېږم چې دا څرنګ
خو ناڅاپه په لرزه شوم
په سینه کې مې زړه والوت
نور په هغه دم ساده شوم


په سبا باندې شاعر وم
ما لیکلی یوه مصرۍ وه
ما کېسه د یو ښایست کړه
ما ستایلې یوه جینۍ وه

جینۍ ووې دغه څه کړې
ته په ما باندې مین یې
ته مجنون زما د مینې
ته بیمار یې ته غمجن یې


جینې وې دا کیسه مه کړه
دا غزل نه دی یو راز دی
دا ردیف زما د شونډو
دا قافیه زما انداز دی

مخ یې پټ کړ یو ناڅاپه
وې یې دا خو سم کافر یې
ته کیسې زما د مخ کړې
وې دا څرنګه شاعر یې

وې یې ته خو لیونی یې
ستا سندرې لیونۍ دي
ستا عادات د لیوني دي
ستا خبرې لیونۍ دي


یو سبا راغلمه محفل ته
لیلی نه وه رباط ړنګ و
نه رڼا وه د ښکلاوو
کنډواله و، وطن بړنګ و


عقل لاړو، سودایي شوم
یو ملنګ د دې دنیا شوم
کمالونه، هنرونه
هر څه لاړل، د خندا شوم


څومره زر په تا شیدا شوم
څومره زر وختونه تېر شول
څومره زر له تا جدا شوم
څومره ستر وختونه تېر شول


زه د عشق غمونو ډوب کړم
نه ترې وزمه تر اوسه
لا د درد په اور کې پروت یم
لا پرې سوزمه تر اوسه