که سوله ونشي تېر تاریخ به تکرار شي

که طالبان او حکومت سوله ونکړي نو طالبان به د ۱۹۹۴ کال د مجاهدینو له سرنوشت؛ او حکومت به ۱۳۷۱ کلونو د نظام له سرنوشت سره مخ شي.  مجاهدین ۱۴ کاله د امریکا په مستقیم امر له افغان حکومت سره وډزیدو پاکستان ځکه نه یادوم ځکه چې پاکستان په هغه وخت کې دټولې نړۍ قرضدار وٶ او دومره امکانات نه وٶ ورسره چې دومره لویه جنګې ډله دې د قوی نظام په وړاندې تجهيېز او تشويق کړي ترڅو نظام پرې وپرزوې. 

څوارلس کاله اوو جنګې ډلې ښه په اخلاص امریکا او پاکستان حمایه کړي کله چې امریکا خپل هدف ترلاسه کړ د هیواد لویه اردو یې پرې دړې وړې کړه خپل لوي رقیب روسیه له سوپر قوت څخه په څو ایالتونو وویشل شوه امریکا خپل ټارګيټ پوره کړ او د کومکونو لړۍ هم په ټپه ودریده . اوو جنګې ډلو ته يې د سترې بریا مبارکې ورکړه او نور يې دوې پخپل منځ کې سره پرېښودل کرنل امام، ضیالحق، حمیدګل، او نواز شریف خپل ټاکلى ماموریت په صادقانه ډول پاې ته ورسولو. قرضدار پاکستان يې د اټوم بم څښتن کړ او کراچۍ ښار یې د رڼا ګانو په ښار بدله کړه.  موږ یونیم میلیون شهیدان شوو؛ یو میلیون معیوب؛ اوو میلیونه له هیواد مهاجر؛ په ټول هیواد کې یوه کوټه روغه پاته نشوه چې په مرمۍ نه وي سورۍ شوي. 

جهاد موږ وکړ جنت او حورې نورو يوړې. 
مجاهدین لا هم ددې ملت په وینو ماړه نشول په زرګونو یې سره ووژل کابل په کنډواله بدل شو هغه کابل چې شهید نجیب الله خپل سر ځنې نذرانه کړ خو کابل يې وران نه غوښت. لنډه داچې افغانان دومره ذلیل او رسوا شول چې نه ګرګین داسې ظلمونه کړی وٶ، نه روس نه بل کوم کافر. که ظلمونه یی په تفصیل سره بیان کړم موضوع بلې خواته ولاړه نشې لنډه داچې ددوې په اسلامې نظام کې افغانانو د هر ظلم او جبر سکه وکړه. اصلې خبرې ته راځم امریکا چې خپل ماموریت خلاص کړ نو پاکستان هم له مجاهدینو لاس واخیست، یو غران کومک یې هم نه ورسره کاوٶ. مجاهدین مجبور شول چا سعودي عربستان ته لاس اوږد کړ چا د ایران اخوانیانو ته ځولۍ ونیوله چا بيرته روسي او بل بل هیواد ته دمرستې غږ وکړ دلته د امریکا بهانه ورته جوړه شوه نوې ماموريت یی پاکستان ته ورکړ کرنل امام پخپل کتاب (د افغان جهاد داستان) کې لیکې وایی نيمه شپه عاجله غونډه رابلل شوی وه چې زه هم ورغلم نو تصمیم داسې ونیول شو چې نور باید د مجاهدینو ټغر ټول او د ۳۵ مثلې ځوانانو په مټ باید زړه ډله ختمه شي هغه وٶ چې د کندهار میوند ولسوالۍ څخه یې شروع پرې وکړه په لنډه موده کې تر کابله راورسيده. هغه مجاهدین چې پاکستان به ورته له آسمانه را ښکته شوي پریښتې ويلې په دغه وخت کې پاکستان خپلې خاورې ته لا نه پرېښوده ګلبدين حکمتیار تاجکستان ته وتښتېد مزارې يي په پراشوټ کې له تيارې راوغورځاوٶ هر چا د منډې لار غوښته څوک ترکولابه ورسیدل. ((نو داده د پاکستان او امريکا انډيوالې)) همدا طالبان وو په ۲۰۰۱ کال کې امریکا د پاکستان په همکارۍ د نړۍ لوی لوی بمونه پرې استعمال کړل پاکستان نه داچې ملاتړ یی ونکړ بلکې د سمندرې کښتیو او هوایې ځواک ته يې ښه لوی لوی میدانونه خالې کړل ترڅو د طالبانو جوړ نظام یې پرې دړې وړې کړ . نن که سوله ونشې تير تاریخ تکراريږی. دا دريم کال ده چې نړۍ طالبان د يو سياسې جهت په توګه پيژنې امريکا تړون ورسره وکړ، د قطر دفتر ټول مصارف يې په غاړه واخيستل. 5000  بنديان يې ور خوشې کړل، د نړۍ هيوادونو ته آزاده تګ راتګ کوي. خو دا يارانه او تهد به تلپاتې نه وي. د جوبايډن له راتګ سره کيسه بل رقم شوه، افغانې مذاکرات په ټپه ودريدل، دامريکا او طالبانو ترمنځ شوي تړون يې هم بيا څيړل شروع کړل، د نظاميانو وتل يې هم لازم ونه ګڼل، نو ډار دلته ده چې امريکا او پاکستان شايد نوې ماموريت غواړې پيل کړې. 

که طالبان عجله ونکړې خپلې غوښتنې کمې نکړې، په ريښتوني ډول سولې ته ژمن نشې، په افغان ملت رحم ونکړي، د پاکستان له منګولو ځان خلاص نکړي نو د بلې جګړې پيل او د طالبانو سره لکه دتيرو مجاهدينو سرنوشت څپه راروانه ده دا جګړه به دومره مرګونې وې چې د تېرو جګړو مثالونه به ورک کړې. سوله په زغملو راځې، يو بل په منلو راځې، يو څه بايد وبايلل شې ترڅو سولې ته ورسيږو. په پاکستان باور نه ده په کار لکه څنګه چې مجاهدين خرڅ کړل او لکه څنګه چې د طالبانو تېر نظام امريکا ته تسليم کړ داځل هم شرايط هم هغسې دې. امريکا شته نظام او طالب دواړه په مېدان پريږدئ نه ولاکه طالب دلته بيا د تېر پشان حکومتدارې وکړاي شې او نه دا شته حکومت بې له سولې دوام کولاي شې. سوله حتمې ده !! سوله د افغانستان نوم ده! سوله لکه د ماشوم په غوږ کې آزان چې د نوې ژوند زيرى. جنګ لکه د اسرافيل شپيلۍ نه طالب پاته کيداي شي نه دا شته نظام. انشالله راتلونکې پسرلې ته سوله اوربند حتمې ده.