احمد والي معسود د ځینو ولسي جرګې غړو په ګډون د پاکستان په بلنه یاد هیواد ته سفر کوي

روهي ( څلور نۍ/ ۲۹ د سلواغې )، د احمدشاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود د پاکستان په بلنه ياد هېواد ته سفر کوي.
 
که څه هم ددغه سفر دقیق وخت نه دی مالوم، خو احمد ولي مسعود پر خپلې فیسبوک پاڼې ليکلي چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي به یې په دغه سفر کې ملتیا کوي او په اسلام اباد کې به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او د پاکستان د پارلمان او سنا جرګو له مشرانو سره وګوري.

تر دې وړاندې هم افغان چارواکي د پاکستان په بلنه دغه هیواد ته تللي څو د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړي کړي.
 
افغان سیاسون تل د پاکستان په همکارۍ شک کوي او وایي چې یاد هیواد په تیر کې هم سیاسي تفاهم نامې،ترانزیټ،سوداګرۍ او لومړنۍ اړتیا چې سوله ده پاکستان پکې رښتیني توګه همکاري نه ده ترسره کړي.